سوره الممتحنة (آزموینه) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




60 الممتحنة(الممتحنة)، آیت ۱۱

وَإِنْ فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُمْ مِثْلَ مَا أَنْفَقُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ 11 ١١

او كه چېرې ستاسو په ښځو كې كومه ښځه ستاسو له لاسه ووځي (او) كافرو ته (لاړه شي) بیا ستاسو وار راشي (غزا وكړئ نو غنیمت واخلئ) نو تاسو هغو كسانو ته چې د هغوى ښځې تللې وي هومره (مال) وركړئ چې هغوى (پر هغو ښځو) لګولى دى او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو په هغه ایمان لرونكي یئ (۱۱)

تفسیر
او که د کافرانو لوري ته ستاسو د ځينو مېرمنو د ارتداد په حالت کې وتل فرض کړل شي، او تاسو له کافرانو څخه د هغوی مهرونه وغوښتل او هغوی ورنه کړل، بيا مو له کافرانو غنيمت ونيوی؛ نو هغو مېړونو ته دومره څه ورکړئ چې څومره مهرونه يې لګولي دي له کومو چې مېرمنې يې مرتدې وتلې وې، او تاسو مؤمنان له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ