سوره النمل (مږیان) (آیت 64)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




27 النمل(النمل)، آیت ۶۴

أَمَّنْ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَنْ يَرْزُقُكُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ أَإِلَٰهٌ مَعَ اللَّهِ ۚ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 64 ٦٤

بلكې هغه ذات چې اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به دغه (مخلوق) بېرته ژوندي كوي او هغه ذات چې تاسو ته له اسمان او ځمكې نه روزي دركوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ ته (دوى ته) ووایه: تاسو خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتیني یئ (۶۴)

تفسیر
ایاهغه څوک چې د ميندو په رحمونو کې له يو پړاو وروسته د بل پړاو د پيدايښت پيل کوي، بيا يې را ژوندی کوي وروسته تردې چې مړ کړی يې وي، او څوک دی چې له آسمانه په باران ورولو روزي درکوي او له ځمکې د نبتاتوپه رازرغونولو روزي درکوي! آيا له الله سره بل کوم معبود شته چې دغه کار وکړي؟! ووايه ای رسوله! دغو مشرکانو ته: پر خپل شرک مو دليلونه راوړئ که چېرې تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني یاست چې دا دعوی لرئ چې پرحقه ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ