سوره القصص (کیسې) (آیت 55)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۵۵

وَإِذَا سَمِعُوا اللَّغْوَ أَعْرَضُوا عَنْهُ وَقَالُوا لَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ لَا نَبْتَغِي الْجَاهِلِينَ 55 ٥٥

او كله چې دوى بېكاره خبره واوري (، نو) له هغې نه مخ واړوي او وايي: زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او ستاسو لپاره ستاسو عملونه دي، په تاسو دې سلام وي، مونږ جاهلان نه غواړو (۵۵)

تفسیر
کله چې دغو مسلمانانو د کتاب له څښتنانو باطل خبرې واورېدې له هغې يې مخ واړوی پاملرنه يې ورته ونه کړه او د باطل څښتنانو ته يې په وينا کولو وويل: زموږ لپاره زموږ د اعمالو بدله ده او ستاسو لپاره ستاسو د اعمالو بدله ده، زموږ لخوا له ښکنځلو او زيان خوندي اوسئ موږ د ناپوهۍ د څښتنانو ملګرتيا نه غواړو ځکه په هغو کې د دين او دنيا ضرر او زيان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ