سوره القصص (کیسې) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




28 القصص(القصص)، آیت ۷

وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّ مُوسَىٰ أَنْ أَرْضِعِيهِ ۖ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي ۖ إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ 7 ٧

او مونږ د موسٰى مور ته وحي وكړه چې ته ده ته تى وركوه، نو كله چې په ده ووېرېدلې، نو دا په سیند كې وغورځوه او مه وېرېږه او غم مه كوه، بېشكه دا مونږ تا ته بېرته راوستونكي یو او مونږ دا له رسولانو له نه ګرځوونكي یو (۷)

تفسیر
د موسی عليه السلام مور ته مو په زړه کې دا خبره ورواچوله چې هغه ته تی ورکړي تردې چې کله له فرعون او د هغه له قومه د موسی پر وژلو ووېرېدلې؛ نو په صندوق کې يې واچوه او بيا يې د نيل په سیند کې وغورځوه، له ډوبېدو او له فرعون څخه د هغه په اړه مه وېرېږه، او مه د هغه د بېلتون له امله خپه کېږه، بېشکه موږ يې تاته ژوندی راګرځوونکي يو، او د الله له هغو رسولانو يې ګرځوونکي يو چې خپل مخلوق ته يې ليږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ