سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۳۳

وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۖ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ 33 ٣٣

او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده (۳۳)

تفسیر
کله چې هغه پرېښتې چې د لوط د قوم تباهۍ ته مو لېږلې وې لوط ته ورغلې هغه زړه تنکی شو او د خپل قوم د ناوړه کار څخه د وېرې له امله د هغوی راتګ خپه کړلو، هغه پرېښتې د سړيو په څېرو کې ورغلې او د هغه قوم له ښځو پرته نارينه وو ته د شهوت پوره کولو لپاره ورتلل او پرېښتو هغه ته وويل: ته مه خپه کېږه هيڅکله به دې قوم زيان درته ونه شي رسولای او مه پر هغه څه غمجن کېږه چې موږ د هغوی پر تباهۍ خبر کړې، بېشکه موږ له تباهۍ څخه ستا او ستا د کورنۍ ژغورونکي يو، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به په تباه کېدونکو پاتې کېدونکو کې وي او ژر ده چې له هغوی سره يوځای به يې تباه کړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ