سوره العنكبوت (سپړکۍ) (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




29 العنكبوت(العنكبوت)، آیت ۴۷

وَكَذَٰلِكَ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ ۚ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَمِنْ هَٰؤُلَاءِ مَنْ يُؤْمِنُ بِهِ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ 47 ٤٧

او هم داسې مونږ تا ته كتاب نازل كړ، نو هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى هغوى په ده (قرآن) ایمان راوړي او له دغو (عربو) نه ځینې هغه دي چې په ده ایمان راوړي او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر كافران (۴۷)

تفسیر
او لکه څرنګه چې مونږ تا څخه مخکې کتابونه نازل کړي دي همدا راز مو پر تا هم قرآن نازل کړی، نو ځینې له دوی څخه هغه کسان دي چې تورات لولي -لکه عبد الله بن سلام- او په دې هم ایمان لري؛ ځکه چې په خپلو کتابونو کې د ده ستاینه مومي، او له دغه مشرکینو څخه ځینې دي چې ایمان پرې راوړي، او پرته له هغو کافرانو چې عادت یې کفر او انکار د حق وي سره د څرګندوالي د هغه بل څوک پرې نه کافر کېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ