سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 134)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
3
آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳۴
الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
هغه كسان چې انفاق كوي په اسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي (۱۳۴)
تفسیر
پرهیزګاران هغه کسان دي چې خپل مالونه د الله تعالی په لاره کې خرچ کوي، د اسانتیا (مالدارۍ) او تنګستیا (غریبۍ) په حالاتو کې، او کنټرولونکي دي خپلې غصی لره؛ سره لدې نه چې د انتقام وسه او طاقت هم لري، او تیریږی (معافی کوي) د هغه چا نه چې ظلم یې پری کړې وي، او الله تعالی خوښوي نیکان خلک چې په دې صفتونو باندې خپل اخلاق برابروي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: