سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 139)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۳۹

وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 139 ١٣٩

او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمژن كېږئ، په دې حال كې چې هم تاسو به غالبه یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ (۱۳۹)

تفسیر
او تاسو مه کمزوي کیږئ -ای مومنانو- او غم مه کوئ په هغه څه چې تاسو ته د د احد د جنګ په ورځ درورسیدل؛ او دا ستاسو لپاره مناسب هم نه ده، ځکه چې تاسو د ایمان په وجه غالب او اوچت یاست، او د الله تعالی د مرستې، او د هغه د مدد د امید ساتلو په وجه تاسو غالب یاست، که چیرته تاسې په الله تعالی ایمان لرونکي یاست، او یقین کوونکي یاست د هغه په وعدو د خپلو پرهیزګارانو بندګانو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ