سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 143)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۴۳

وَلَقَدْ كُنْتُمْ تَمَنَّوْنَ الْمَوْتَ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَلْقَوْهُ فَقَدْ رَأَيْتُمُوهُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ 143 ١٤٣

او خامخا په رښتیا سره تاسو د مرګ ارزو كوله، له دې (مرګ) سره له مخامخ كېدو نه مخكې، نو یقینًا تاسو هغه ولیده، په داسې حال كې چې تاسو كتل (۱۴۳)

تفسیر
او یقینا وئ تاسو ای -مومنانو- چې کافرانو سره مو د مخامخ جنګ هیله او ارزو د دې لپاره کوله چې د الله تعالی په لاره کې شهادت حاصل کړئ، لکه څرنګه چې ستاسو وروڼو د جنګ بدر په ورځ حاصل کړی و مخکې لدې نه چې تاسو د مرګ د اسبابو او سختیو سره مخامخ شئ، نو بس دا دی تاسو ولیده د احد په ورځ هغه څه چې تاسو یې تمنا کوله، او تاسو ورته مخامخ کتل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ