سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 156)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۵۶

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ كَفَرُوا وَقَالُوا لِإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُوا فِي الْأَرْضِ أَوْ كَانُوا غُزًّى لَوْ كَانُوا عِنْدَنَا مَا مَاتُوا وَمَا قُتِلُوا لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَٰلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ ۗ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 156 ١٥٦

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (، نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى (۱۵۶)

تفسیر
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه کیږئ په شان د کافرانو له منافقانو څخه، کله چې هغوی د روزۍ د لاسته راوړلو او یا د جهاد لپاره سفر وکړي بیا مړه شي او یا ووژل(شهیدان) شي نو وایي : که چیرته دوی زمونږ سره و او وتلې نه وو، او جهاد یې نه و کړی، نو دوی به نه مړه شوي و او نه به وژل شوي (شهیدان شوي) وو، الله تعالی د دوی په زړونو کې دا عقیده اچولې وه چې په زړونو کې یې نوره هم پښیمانتیا او خفګان زیات شي او یوازې الله تعالی مړه کول او ژوندي کول کوي په خپلې خوښې سره، د هغه تقدیر د چا کیناستل (پاتی کیدل د سفر یا غزا نه) بندولی نه شي او د چا وتل (سفر کول د تجارت یا وتل غزا ته) یې رامخکې کولی نه شي، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، ستاسو د عملونو څخه هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پري بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ