سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 173)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۱۷۳

الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ 173 ١٧٣

(دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل: زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى (۱۷۳)

تفسیر
هغه کسان چې ځینې مشرکانو ورته وویل: بیشکه قریشو د ابو سفیان په مشرۍ ستاسو خلاف خلک راټول کړي ستاسو د جنګ لپاره او ستاسو د ختمولو لپاره، نو تاسو له هغوی څخه وویریږئ او د هغوی سره د مخامخ کیدو څخه ځان وساتئ، نو بس زیات کړو دوی لره دې خبرې او ویرې ورکولو په الله تعالی تصدیق او د هغه په وعدو باندې یقین، نو بس د هغوی ملاقات ته ورووتل او ویل یې: الله تعالی مونږ لره کافي دی، او هغه غوره د هغه چا نه دی چې مونږ ورته خپل کارونه وسپارو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ