سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 200)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۲۰۰

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 200 ٢٠٠

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ (۲۰۰)

تفسیر
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول تابعداري مو کړې ده، صبر وکړئ د شریعت په تکلیفونو باندې، او په هغه څه باندې چې تاسو ته رسیږی د د نیا له مصیبتونو څخه، او غالب شئ په کافرانو باندې په صبر کې نو داسې دې نه وي چې کافران ستاسو څخه دیر صبرناک وي، او همیشوالی وکړئ د الله تعالی په لاره کې په جهاد باندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې، د دې لپاره چې تاسو خپل مطلوب حاصل کړئ چې د اور نه بچ کېدل او جنت ته ننوتل دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ