سوره آل عمران (د عمران کورنۍ) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




3 آل عمران(آل عمران)، آیت ۷۱

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ 71 ٧١

اى اهلِ كتابو! ولې تاسو حق له باطل سره ګَډوَډ كوئ؟ او تاسو حق پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ (۷۱)

تفسیر
ای اهل کتابو ولې هغه حق چې تاسو ته نازل شوی په خپلو کتابونو کې د خپل ځانونو څخه جوړ شوي باطل سره ګډوئ، او کوم حق او هدایت چې پکې دی هغه پټوئ، چې له هغې څخه د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت صحت دی، او تاسو حق له باطل څخه او هدایت له بې لارېتوب څخه پېژنئ؟!.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ