سوره سبأ (سبا) (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۵۴

وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِمْ مِنْ قَبْلُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُرِيبٍ 54 ٥٤

او پرده به واچول شي د دوى په مینځ كې او په مینځ د هغه شي كې چې دوى يې غواړي (او ارمان يې كوي) لكه چې د دوى له ملګرو (هم جنسو) سره (دا كار) كړى شوى و له دوى نه مخكې، بېشكه دوى په اضطراب اچوونكي شك كې وو (۵۴)

تفسیر
او دغه درواغ ګڼونکي د دنيا د هغوخوندونو ترلاسه کېدو، له کفر څخه د توبه اېستلو، له اوره د خونديتوب او د دنيا ژوند ته د ورګرځېدو څخه منع کړل شوي دي چې هغوی يې غواړي، لکه څنګه چې له هغوی مخکې د پخوانيو امتونو څخه د هغوی په سيالانو داسې څه تر سره کړل شول، بېشکه هغوی د الله د توحيد او پر بېرته را ژوندي کېدو له ايمان راوړلوڅخه چې رسولانو راوړي وو په شک کې دي، داسې شک کې چې د کفر لامل دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ