سوره الصافات (لیک بندي شوي) (آیت 11)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
37
الصافات(الصافات)، آیت ۱۱
فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا ۚ إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ
نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي (۱۱)
تفسیر
نو -ای محمده- پوښتنه وکړه له بعث (پاڅون) څخه منکرو کافرانو څخه: آیا دوی په پېدایښت کې سخت دي او په تنو کې ځواکمن دي او په غړو کې ستر دي له هغو څخه چې مونږ کوم آسمانونه او ځمکه او ملائکې پېدا کړي؟ مونږ دوی پېدا کړي له سرېښناکې خټې څخه، نو څرنګه له بعث (پاڅون) نه انکار کوي، په داسې حال کې چې دوی له یو کمزوري مخلوق څخه پېدا شوي چې هغه سرېښناکه خټه ده؟.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: