سوره الصافات (لیک بندي شوي) (آیت 22)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




37 الصافات(الصافات)، آیت ۲۲

احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ 22 ٢٢

(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه (۲۲)

تفسیر
۲۲- ۲۳- او ملائکو ته به په دغه ورځ وویل شي: په شرک سره ظلم کوونکي مشرکان ظالمان او په شرک کې د دوی په شان خلک او په دروغجنولو کې د دوی ملګري راټول کړئ، او هغه بوتان چې دوی یې له الله پرته عبادت کولو، نو د اور لار ور وپېژنئ او ورته یې وښایئ، او هغې خوا ته یې ورټېله کړئ، بېشکه همدا یې د ورګرځېدو ځای دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ