سوره الزمر (ډلې) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




39 الزمر(الزمر)، آیت ۳۶

أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ ۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ ۚ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ 36 ٣٦

ایا الله خپل بنده ته ښه كافي كېدونكى نه دى او دوى تا په هغو (معبودانو) وېروي چې له دغه (الله) نه غیر دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك نېغه لار ښودونكى نشته (۳۶)

تفسیر
آيا الله د خپل بنده محمد صلی الله عليه وسلم د دين او دنيا د چارې لپاره بسنه نه کوي او ایا الله به د دشمن څخه د هغه دفاع ونکړي؟! ولې نه، هغه بسنه کوي، ای رسوله! هغوی د ناپوهۍ او کم عقلۍ له امله له الله پرته تا پر هغو بوتانو وېروي چې هغوی يې د الله څخه په غیر عبادت کوي، چې تاته به زيان ورسوي، او څوک چې الله يې خوار کړي او د لارښوونې توفيق ور نه کړي، نو هغه لره هيڅ لارښود نشته چې لارښوونه او مرسته يې وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ