نه ستاسو په ارزوګانو څه كېږي او نه د اهلِ كتابو په ارزوګانو، (بلكې) چا چې هم بد عمل وكړ هغه ته به د دغه (بد عمل) بدله وركولى شي او هغه به ونه مومي د ځان لپاره له الله نه غیر هېڅ كار سازى او نه څوك مدد كوونكى (۱۲۳)
تفسیر
نه دی کار د خلاصي او د کامیابۍ موافق د هغه څه سره چې تاسو یې ارزو لرئ -ای مسلمانانو- او نه موافق او تابع د هغه چې اهل کتاب (یهود او نصاری) یې ارزو لري، بلکه دا کار تابع د عمل دی، نو پس هغه څوک چې وکړي ستاسو څخه ناوړه کار جزا به ورته پرې ورکړل شي په ورځ د قیامت، او بیا به نه مومې د ځان لپاره پرته له الله تعالی څخه څوک دوست چې دې ته څه خیر ورسوي، او نه څوک مددګار چې ضرر ترې دفع کړي.