بېشكه منافقان له الله سره دوكه كوي او الله له دوى سره دوكه كوونكى دى او كله چې دوى لمانځه ته پاڅېږي (، نو) سست (كاهلان) پاڅېږي، خلقو ته ځانونه ښیي او الله نه یادوى مګر ډېر ل (۱۴۲)
تفسیر
پرته له شکه منافقان د ايمان په ښکارولو او کفر په پټلو الله ته دوکه ورکوي او هغه د دوی د دوکې ځواب ورکوي، چې د هغوی د کفر سربېره یې وينې خوندي کوي او په آخرت کې سخته سزا ورته چمتو کوي، هغوی چې کله لمانځه ته پورته کيږي؛ نو له لمانځه کرکه کوونکي پورته کيږي، يوازې خلکو ته ځانونه ښايي او له هغوی درناوی غواړي، له الله سره اخلاص نه کوي او الله نه يادوي مګر ډېر کم چې کله مومنان وويني.