سوره النساء (ښځې) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۰

وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا 30 ٣٠

او چا چې دا (كارونه) وكړل، په دې حال كې چې زیاتي كوونكى او ظلم كوونكى و، نو ژر به مونږ دغه (كس) اور ته داخل كړو او دا (كار) الله ته ډېر اسان دى (۳۰)

تفسیر
او څوک چې وکړي دغه کارونه چې منع ترې شوې ده نو وخوري مال د بل چا او په هغه باندې تیری وکړي په وژلو سره او یا بلې طریقې سره چې ښه پوهه تیری کوونکی وي، ناخبره او هیریدونکی نه وي؛ نو خامخا زر دې چې داخل به یې کړي الله تعالی اور لوی ته د قیامت په ورځ، څکې به د هغه اور ګرمي، او برداشت کوي به د هغه عذاب، او دی دا کار په الله تعالی باندې ډیر اسان؛ ځکه چې الله تعالی قادر دی هیڅ شی یې نشې عاجز کولي (هیڅ شي ترې نشې پاتي کیدلی).

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ