سوره النساء (ښځې) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




4 النساء(النساء)، آیت ۳۶

وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ مَنْ كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا 36 ٣٦

او تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه سره هېڅ شى مه شریكوئ او له مور او پلار سره ښېګڼه كوئ او له خپلوانو سره او یتیمانو او مسكینانو سره او له خپلوان ګاونډي سره او د څنګ له ګاونډي سره او د څنګ له ملګري سره او له مسافر سره او له خپلو وینځو، مریانو سره (ښېګڼه كوئ) بېشكه الله نه خوښوي هغه چا لره چې كبرجن، ډېر فخر كوونكى وي (۳۶)

تفسیر
يوازې الله ته په غاړه اېښودلو عبادت وکړئ او له هغه سره بل څوک مه لمانخئ، له مور او پلار سره په درناوي او ښېګڼه کولو ښه چلند کوئ، له خپلوانو، يتيمانو او اړمنو سره ښه چلند کوئ، له هغه ګاونډي سره چې خپلوي ورسره لرئ او يا هغه چې خپلوي ورسره نه لرئ نيکي کوئ، پر لار له ملګري سره مو ښه چلند کوئ، له هغه ناپېژانده مسافر سره چې لاره يې اوږده وي ښه چلند کوئ، او له خپلو مرېيانو سره ښه چلند کوئ، پرته له شکه الله هغه څوک نه خوښوي چې پر ځان غره وي او پر بنده ګانو يې لويي کوونکی او پر خلکو د وياړ په ډول د ځان ستايونکی وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ