دى همغه ذات دى چې تاسو ته خپلې نښې ښیي او تاسو لپاره له اسمان نه رزق نازلوي او پند نه اخلي مګر هغه څوك چې (حق ته) رجوع كوي (۱۳)
تفسیر
الله هغه ذات دی چې په شاوخوا او ځانو کې مو نښانې درښای، ترڅو خپل ځواک او يووالي ته مو لارښوونه وکړي، او له اسمانه د باران اوبه درته رانازلوي، تر څو د دې لامل شي چې له شينګيو او، کښتونو او نورو شيانو روزي ترلاسه کړئ، او د الله له نښانو يوازې هغه څوک پند اخلي چې هغه ته توبه کوونکی مخلص ورګرځي.