سوره غافر (بښونکی) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




40 غافر(غافر)، آیت ۶۰

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ 60 ٦٠

او ستاسو رب فرمايي: تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم. بېشكه هغه كسان چې زما له عبادت نه تكبر كوي، ژر ده چې دوى به دوزخ ته ننوځي، په داسې حال كې چې خوار او ذلیله به وي (۶۰)

تفسیر
او ای خلکو! ستاسو پالونکي ويلي دي: په غوښتنه او بنده ګۍ کې مې يوازې وګڼئ، بلنه به مو ومنم او بښنه به درته وکړم او لورېينه به درباندې وکړم، بېشکه هغه کسان چې په بنده ګۍ کې زما له يووالي لويي کوي ژر به د قيامت په ورځ هغوی خوار او سپک دوزخ ته ننوځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ