سوره الشورى (مشوره) (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




42 الشورى(الشورى)، آیت ۴۵

وَتَرَاهُمْ يُعْرَضُونَ عَلَيْهَا خَاشِعِينَ مِنَ الذُّلِّ يَنْظُرُونَ مِنْ طَرْفٍ خَفِيٍّ ۗ وَقَالَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ أَلَا إِنَّ الظَّالِمِينَ فِي عَذَابٍ مُقِيمٍ 45 ٤٥

او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري۔ او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه۔، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي (۴۵)

تفسیر
او ای رسوله! ته به دغه ظالمان وينې چې پر اور به ور ټېل وهل کيږي په داسې حال کې چې خوار رسوا به له خپلې سختې وېرې خلکو ته په پټه ګوري، او هغه کسان چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی وايي به: بېشکه په حقه تاوانيان خو هغه خلک دي چې د قيامت په ورځ يې ځانونه او کورنۍ تاوانيان کړل، د الله له عذابه د ځواک نه لرلو له امله، خبر اوسئ د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي په تلپاتې داسې عذاب کې دي چې هيڅکله نه ختميږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ