سوره الزخرف (سینگار) (آیت 23)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۲۳

وَكَذَٰلِكَ مَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتْرَفُوهَا إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَىٰ أُمَّةٍ وَإِنَّا عَلَىٰ آثَارِهِمْ مُقْتَدُونَ 23 ٢٣

او همداسې مونږ له تا نه مخكې په كوم كلي كې هېڅ یو وېروونكى نه دى لېږلى مګر د هغه كلي متكبره مالدارو به وویل: بېشكه مونږ خپل پلرونه په یوه لاره (طريقه) موندلي دي او بېشكه مونږ هم د دوى په قدمونو اقتدا كوونكي یو (۲۳)

تفسیر
او لکه څنګه چې دغو (خپل رسولان) درواغجن وګڼل، او د خپلو پلرونو پر پيروۍ يې استدلال وکړ، ای رسوله! له تا مخکې مو هم په هيڅ کلي کې رسول نه دی لېږلی چې خپل قوم ووېروي، مګر دا چې په هغوی کې کوم شتمن مشران او سرداران وو هغوی ويلي دي: موږ مو خپل پلرونه پر يو دين او ملت موندلي دي، او موږ د هغوی په پلو پل ږدو. نو ستا قوم په دې کې نوی نه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ