سوره الزخرف (سینگار) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۳۲

أَهُمْ يَقْسِمُونَ رَحْمَتَ رَبِّكَ ۚ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا سُخْرِيًّا ۗ وَرَحْمَتُ رَبِّكَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ 32 ٣٢

ایا دوى ستا د رب رحمت تقسیموي؟ مونږ د دوى په مینځ كې په دنيايي ژوند كې د دوى معشیت تقسیم كړى دى او په درجو كې مو د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه پورته كړي دي، د دې لپاره چې د دوى ځینې ځینې نور (تابع او) كار كوونكي ونيسي او ستا د رب رحمت له هغه نه ډېر غوره دى چې دوى يې جمع كوي (۳۲)

تفسیر
ای رسوله! آیا هغوی ستا د پالونکي لورېينه وېشي، چې چاته هغوی وغواړي ورکوي يې او چاته وغواړي ترې منع کوي يې يا الله دا کار کوي؟ موږ د هغوی ترمنځ په دنيا کې يې روزۍ وېشلي دي، او له هغوی مو ځينې شتمن او بې وزله ګرځولي دي، ترڅو ځينې د ځينو لپاره تابع شي، او ستا د پالونکي لورېينه په آخرت کې ترهغه څه غوره ده چې دغه خلک کوم د ختمېدونکې دنيا له مال را ټولوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ