سوره الزخرف (سینگار) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




43 الزخرف(الزخرف)، آیت ۶۵

فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ 65 ٦٥

نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى (۶۵)

تفسیر
نو د نصاراوو ډلې د عيسی په اړه په اختلاف کې شولې، ځينو يې ويل: هغه الله دی، او ځينو ويل: هغه د الله زوی دی، او ځينو يې ويل: هغه او مور يې دوه معبودان دي، نو هغو کسانو لره د دردوونکې سزا تباهي ده چې د قيامت ورځ به هغوی انتظار کوي چې پرځانو يې ظلم کړی د عيسی لپاره د الوهيت، يا زوی والي او يا له دريو څخه د يو په صفت بيانولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ