سوره محمد (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




47 محمد(محمد)، آیت ۲۰

وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ ۖ فَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ ۙ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ نَظَرَ الْمَغْشِيِّ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۖ فَأَوْلَىٰ لَهُمْ 20 ٢٠

او هغه كس چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي (۲۰)

تفسیر
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی په دې هيله چې الله يې پر خپل رسول داسې يو سورت را نازل کړي چې د جهاد پر حکم مشتمل وي وايي: ولې الله داسې سورت نازل نه کړ چې د جهاد بيان وي پکې، خو کله چې الله داسې سورت رانازل کړ چې په خپل بيان او حکمونو کې محکم دی د جهاد بيان پکې راغلی، ای رسوله! له منافقانو به هغه کسان چې په زړونو کې يې د شک ناروغي ده ووينې داسې به درته ګوري لکه پر چا چې د سختې وېرې او ډار پرده خوره وي، نو الله هغوی ته ژمنه ورکوي چې د هغوی عذاب رارسېدلی او نېږدې دی دغه عذاب په سبب د یریدلو د دوی او په شا کیدلو د دوی له جهاده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ