سوره الفتح (فتح) (آیت 20)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




48 الفتح(الفتح)، آیت ۲۰

وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَٰذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا 20 ٢٠

الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي (۲۰)

تفسیر
ای مؤمنانو! الله له تاسو سره د ډېرو ولجو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې يې په اسلامي فتحو(برياوو) کې ترلاسه کړئ، د خيبر ولجې يې په بيړه درکړې، د يهودانو لاسونه يې منع کړل کله چې هغوی غوښتل چې له تاسو وروسته ستاسو عيال ته ورسيږي، او دا د دې لپاره چې دغه بېړنۍ ولجې د الله له لوري ستاسو د مرستې او تاييد نښانه وي، او الله داسې نېغه لار درته ښيي چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ