اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى) یقینًا تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۱۹)
تفسیر
ای د کتاب والاو یهودیانو او نصاراو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ- چې محمد – صلی الله علیه وسلم- دی وروسته د بندیدلو د پیغبمرانو څخه او - د سخت ضرورت په وخت کې د هغه رالیږلو ته؛ د دې وجې نه چې تاسو عذر او ګیله ونه کړئ چې: بیشکه مونږ ته څوک پیغمبر نه وو راغلی چې مونږ ته د الله تعالی په ثوابونو زیری راکړي، او د هغه له سزاګانو څخه مو وویروي، نو په تحقیق سره راغلی تاسو ته محمد –صلی الله علیه وسلم- زیری درکوونکی د الله تعالی په ثواب باندې او ویره درکوونکی د هغه د سزا او عذاب څخه، او بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی، او د هغه له قدرت څخه د پیغمبرانو رالیږل دي، او د هغو لړۍ یې پر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې پای ته رسولې ده.