سوره المائده (د خواړو مېز) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




5 المائده(المائدة)، آیت ۴۶

وَقَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِمْ بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْإِنْجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ 46 ٤٦

او مونږه په هغوى پسې د دوى په نښو باندې د مریمې زوى عیسٰی ولېږه چې له ده نه د وړاندې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او مونږ هغه ته انجیل وركړ، چې په هغه كې هدایت او رڼا وه او چې له ده نه د مخكې (كتاب) تورات تصدیق كوونكى و او د پرهېزګارانو لپاره هدایت او نصیحت و (۴۶)

تفسیر
د بني اسرائيلو په نبيانو پسې مو عيسی د مريم زوی ور ولېږلو چې پر هغه څه يې ايمان لرلو کوم چې په تورات کې دي او پرېکړه يې پرې کوله او هغه ته مو داسې انجيل ورکړ چې حق ته پر لارښوونه او له دليلونو څخه د شبهاتو په لېرې کولو مشتمل و، د حکمونو ستونزې يې حلولې، او له لږ هغې برخې پرته چې کوم حکمونه يې منسوخ شوي په نورو شيانو کې د هغه څه موافق و چې په تورات کې مخکې نازل شوي وو او انجيل مو داسې لارښوونه وګرځوله چې ځان ساتونکي لارښوونه پرې ترلاسه کوي او له هغه څه منع کوونکي و چې پر هغوی يې ناروا کړي وو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ