سوره الحشر (راټولونه) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




59 الحشر(الحشر)، آیت ۶

وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 6 ٦

او هغه (مال) چې الله له دوى نه په خپل رسول باندې راګرځولى دى، نو تاسو په دغه (مال) باندې نه اسونه ځغلولي دي او نه اوښان۔ او لېكن الله خپل رسولان مسلط كوي په هر هغه چا باندې چې يې وغواړي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۶)

تفسیر
او د بنو نضير له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول څه را ګرځولي، د هغه په لټه کې خو تاسې نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، اونه په هغو کې کوم کړاو درته رسېدلی، خو الله خپل رسول پر هغه چا مسلطوي چې ويې غواړي، او خپل رسول يې پر بنونضير مسلط کړ، نو د هغوی ښارونه يې پرته له جنګ څخه فتح کړل، او الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې هم نه شي بې وسه کولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ