سوره الانعام (څاروي) (آیت 164)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۱۶۴

قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ ۚ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ 164 ١٦٤

ته ووایه: ایا زه له الله نه غیر (بل) رب ولټوم، حال دا چې هغه د هر شي رب دى، او هېڅ یو نفس (دګناه) كسب نه كوي مګر د خپل (ځان) په ضرر يې كوي او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو خبر كړي په هغو كارونو چې تاسو به په هغو كې اختلاف كاوه (۱۶۴)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره-: دې مشرکینو ته: آیا پرته له الله تعالی نه زه ولټوم (وغواړم) رب او خاص هغه پاک ذات پالوونکی د هر یو شي دی؟! نو پس هغه پالوونکی د ټولو هغو معبودانو دی چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي کوئ، او نه شي بارولی یو بې ګناه کس د بل چا ګناه، بیا خاص ستاسو رب ته ورګرځیدل ستاسو دي د قیامت په ورځ نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو پکې اختلاف کړی و په دنیا کې د دین د کارونو نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ