سوره الانعام (څاروي) (آیت 74)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۷۴
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً ۖ إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
او كله چې ابراهیم خپل پلار ازر ته وویل: ایا ته بتان معبودان نیسي، بېشكه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهۍ كې وینم (۷۴)
تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې د الله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې د حق د لارې نه، چې تاسو د الله تعالی نه پرته د بل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق د بندګۍ دی، او د هغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: