سوره الانعام (څاروي) (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۹۶

فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ 96 ٩٦

د سبا (د رڼا) چوونكى دى او شپه يې د ارام ذریعه ګرځولې ده او لمرسترګه او سپوږمۍ يې د حساب ذریعې ګرځولې دي، دا د ښه غالب، ښه پوه ذات اندازه كول دي (۹۶)

تفسیر
او خاص (الله تعالی) هغه پاک ذات دی چې چووي د سهار رڼا د شپې دتیاروو نه، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې ګرځولې یې ده شپه دارام لپاره د خلکو چې په دې کې ارام وکړي د حرکت کولو نه لپاره د لټولو د اسباب د زندګۍ، د دې لپاره چې دمه شي د خپل ستړی والي د دوی نه کوم چې دوی ته رسیدلي دي په لټولو د اسبابو د زندګۍ کې په ورځ کې، او خاص (الله تعالی) هغه ذات دی چې پیدا کړي یې دي لمر او سپوږمۍ چې ګرځي په خپله مقرره اندازه، دا چې بیان شو د نا اشنا پیدایښت نه دا اندازه د زورور ذات ده هغه چې هیڅوک پرې نشې غالب کیدلی، پوهه دی په خپلو مخلوقاتو او په هغه څه چې دوی ته مناسب وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ