سوره الممتحنة (آزموینه) (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




60 الممتحنة(الممتحنة)، آیت ۹

إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 9 ٩

بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو نه منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي (۹)

تفسیر
الله يوازې تاسې له هغو کسانو څخه ايساروي چې ستاسو د ايمان له امله ستاسو سره جنګېدلي دي او تاسو يې له خپلو کورنو څخه اېستلي ياست او ستاسو په اېستلو کې يې مرسته کړې ده، له دې څخه مو ايساروي چې له هغوی سره دوستي وکړئ، او له تاسو څخه چې څوک له هغوی سره دوستي کوي، نو همدوی پر ځانونو د تباهۍ ځايونو ته په ښکته کولو سره ظلم کوونکي دي، د الله له امره د سرغړونې له امله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ