ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى (۳)
تفسیر
اسمانونه او ځمکه يې په حقه پيداکړل، هغوی يې بې ګټې پيدا نه کړل، او اې خلکو! تاسو ته يې شکلونه درکړل؛ نو د خپل احسان او پېرزوينې له مخې يې ښه شکلونه درکړل، که يې غوښتي وای؛ نو بد به يې پيداکړي وای، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته ورګرځېدل دي، نو پر اعمالو به مو بدله درکړي، که ښه وو؛ نو ښه بدله، او که بد وو؛ نو بده بدله.