او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (، نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ (۲۸)
تفسیر
او کله چې وکړي مشرکان یو کار چې دير بد وي لکه شرک او د بیت الله شریف نه بربنډ طواف او یا داسې نور، نو دوی دا بهانه کوي چې بیشکه دوی موندلي وو پلرونه د دوی چې دا کارونه یې کول، او یقینا الله تعالی دوی ته په دې باندې حکم کړی و، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-!. بیشکه الله تعالی امر نه کوي په ګناهونو باندې، بلکې منع کوي د ګناهونو نه، نو څرنګه تاسو په هغه باندې دا دعوا کوئ؟ آیا تاسو وایې -ای مشرکانو- په الله تعالی باندې هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ په دروغو او افتراء سره.