سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 31)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۳۱
يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ
اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) واخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي (۳۱)
تفسیر
ای اولاد د ادم -علیه السلام-! واغوندئ هغه جامه چې ستاسو عورت پټوي، او هغه چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د پاکو او ښایسته جامو نه د لمانځه او طواف په وخت کې، او خورئ او څښئ څه چې مو خوښ وي د پاکو هغو شیانو نه چې الله تعالی تاسو ته حلال کړي، او تاسو مه تیریږئ د درمیانه والي د حدودونو نه په دې کې، او مه تیریږئ د حلالو څخه حرامو ته، بیشکه الله تعالی نه خوښوي تیریدونکي د درمیانه والي د پولو نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: