سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 74)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۷۴

وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِنْ بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِنْ سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ 74 ٧٤

او تاسو هغه وخت یاد كړئ چې هغه (الله) تاسو له عادیانو نه پس خلیفګان (ځاى ناستي، نايبان) جوړ كړئ او تاسو ته يې په ځمكه كې ځاى دركړ، چې تاسو د دې (ځمكې) په نرمو هوارو ځایونو كې هسكې ماڼۍ جوړوئ او تاسو غرونه د كورونو لپاره توږئ (كنئ)، نو تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، چې فسادیان شئ (۷۴)

تفسیر
او د الله پر تاسې هغه پېرزوينه در په ياد کړئ چې تاسې يې د عاد قوم ځای ناستي وګرځولئ او تاسې يې په خپلو ځمکو کې را کوز کړئ، په هغو خوندونه اخلئ او خپلو موخو ته رسېږئ او دا وروسته د عاد تر تباهۍ، چې هغوی په کفر او درواغ ګڼلو کې له بريده واوښتل، تاسې په نرمو ځمکو کې ماڼۍ جوړوئ او غرونه تراشئ ترڅو د ځانونو لپاره پکې کورونه جوړ کړئ، نو پر تاسې د الله پېرزوينې در په يادې کړئ، چې پرې د الله شکر وباسئ او په ځمکه کې د ورانکارۍ هڅې پرېږدئ او دا پر الله د کفر پرېښودلو او ګناهونو پرېښودلو سره کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ