سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۷۵

قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُرْسَلٌ مِنْ رَبِّهِ ۚ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ 75 ٧٥

د هغه په قوم كې تكبر كوونكو مشرانو هغو كسانو ته وویل چې كمزوري كړى شوي وو، هغه چا ته چې له دوى څخه يې ایمان راوړى و: ایا تاسو پوهېږئ چې بېشكه صالح د خپل رب له جانبه رالېږل شوى (رسول) دى؟ هغو (كمزورو) وویل: بېشكه مونږ په هغه څه ایمان لرونكي یو چې په هغه سره هغه (صالح) رالېږل شوى دى (۷۵)

تفسیر
د صالح علیه السلام د قوم هغه مشرانو چې تکبر یې کړی و د هغه د قوم مؤمنانو ته چې کمزوري یې ګڼل وویل: آیا تاسو پوهیږئ -ای مومنانو- چې بیشکه صالح -علیه السلام- د الله تعالی له طرفه په ریښتیا پیغمبر دی؟ نو مومنانو کوم چې کمزوري ګڼل شوی وو جواب ورکړ: بیشکه مونږ په هغه څه چې صالح -علیه السلام- پرې راتګ کړی مونږ ته ریښتیا ګڼوونکي او اقرار کوونکي یو په هغه او غاړه کیښودوونکي یو هغه ته، او د هغه په راوړي دین باندې عمل کوونکي یو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ