سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 96)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۹۶

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَٰكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 96 ٩٦

او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې د اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول (۹۶)

تفسیر
او که چیرته د دې کلو والا چې مونږ ورته خپل پیغمبران لیږلي وو ایمان راوړي په هغه څه باندې چې رسولانو یې ورته راوړي وو، او د خپل رب څخه ویریدلي وي په پریښودلو د کفر او ګناهونو سره او په عملي کولو د اوامرو د هغه نو خامخا مونږ به پرانیستلی وی په دوی باندې د خیر دروازې د هر طرف نه، خو لیکن دوی په هغه باندې ایمان رانه وړ او نه یې ځان د کفر او ګناهونو څخه بچ کړ، بلکې تکذیب یې کړل هغه څه چې دوی ته د دوی پیغمبرانو راوړي و، نو مونږ راونیول دوی لره په ناڅاپه عذاب سره په سبب د هغو ګناهونو چې دوی کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ