سوره نوح (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




71 نوح(نوح)، آیت ۴

يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرْكُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۚ إِنَّ أَجَلَ اللَّهِ إِذَا جَاءَ لَا يُؤَخَّرُ ۖ لَوْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 4 ٤

دى به تاسو ته ستاسو ځینې ګناهونه وبخښي او ترټاكلې نېټې پورې به تاسو وروسته (او باقي پاتې) كړي، بېشكه د الله نېټه چې كله راشي (نو) وروسته كېدى نشي، كه چېرې تاسو پوهېږئ (۴)

تفسیر
پرته له شکه که تاسې دا وکړئ، الله به مو هغه ګناهونه در وبښي چې د بندګانو ترحقوقو تړاو نه لري، او د الله په پوهه کې تر يوې ټاکلې نېټې به مو په ژوند کې موده دروغځوي، ځمکه به آبادوئ که چېرې پردې ټينګ ودرېدئ، پرته له شکه مرګ چې کله راشي بيا نه ځنډيږي، که چېرې تاسې پوهېدلای؛ نو پر الله ايمان راوړلو او له هغه شرک او لار ورکۍ به مو توبه اېستلو ته بيړه کړې وای چې پرې ياست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ