او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او په خپل مینځ كې جګړه مه كوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر كوئ، بېشكه الله د صبر كوونكو ملګرى دى (۴۶)
تفسیر
په خپلو ویناوو او کړنو او ټولو حالاتو کې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم پېروي وکړئ، او په خپلو نظریاتو کې اختلاف مه کوئ، ځکه چې اختلاف ستاسو د کمزورتیا او بې زړه توب لامل ګرځي، او ستاسي قوت او ځواک وړي، او دښمن سره د جنګ پر مهال صبر وکړئ بیشکه دالله تعالی مرسته او تایید د صبر کوونکو سره مل دي، او چا سره چې الله مل شو نو له شک پرته هماغه برلاسی او بریالی دی.