او كه دوى (كفار) سولې ته مايل شي، نو ته هم دې ته مايل شه او په الله باندې توكل وكړه، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۶۱)
تفسیر
که دوی مایل شول صلحې ته او تاسره یې جنګ کول پریښودل، نو ته هم مایل شه-ای پیغمبره-صلحې ته او معاهده ورسره وکړه او په الله تعالی ځان وسپاره او د الله تعالی په ساتنه کلک باور ولره هېڅکله الله تا نه شرموي بیشکه دا الله همیشه دبنده ګانو خبرې اوري او همیشه د هغوی په نیتونو او عملونو پوه دی.