سوره الأنفال (غنیمتونه) (آیت 74)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




8 الأنفال(الأنفال)، آیت ۷۴

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ 74 ٧٤

او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى او هغه كسان چې ځاى يې وركړى دى او مدد يې كړى دى، همدغه كسان په حقه مومنان دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر د عزت رزق دى (۷۴)

تفسیر
او هغه کسان چې ایمان یې راوړی په الله او هجرت یې کړی د الله په لار کې او هغه کسانو چې ځای ورکړی هغه خلکو ته چې د الله په لار کې یې هجرت کړی او د هغوی مرسته یې کړې دا کسان په ریښتیا د ایمان په صفت موصوف دي او بدله د دوی د الله له طرفه بخښنه دګناهونو ده او رزق عزتمند او هغه جنت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ