سوره التوبه (توبه) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۷

مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ ۚ أُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ 17 ١٧

د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي (۱۷)

تفسیر
نه ښایې د مشرکانوسره چې آباد کړي مسجدونه په عبادت او په مختلفو طاعتونو په داسې حال کې چې دوی اقرار کوونکي دي پخپل کفر په دې طریقه چې دوی راښکاره کوونکي دي کفر لره د خپل طرف نه دا هغه خلک دي چې عملونه یې برباد دي په دې وجه چې د عمل د قبلیدو شرط په کې نشته چې هغه ایمان دی او د قیامت په ورځ به خامخا د همیشه لپاره اور ته داخلیږي مګر که د مرګ نه مخکې یې توبه وایسته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ