سوره التوبه (توبه) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۵۱

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 51 ٥١

ته (دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، هم هغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي (۵۱)

تفسیر
ته ووایه -ای پېغمبره- دې منافقینو ته: مونږ ته نه رسي مګر هغه څه چې الله تعالی مونږ ته لیکلي وي، هماغه الله زمونږ بادار او د ورتګ ځای دی چې ورته ورځو، او مونږ پر هماغه باندې په خپلو چارو کې بروسه لرو، او یوازې هماغه ته مومنان خپل کارونه سپاري، هماغه د دوی بس دی، او ښه کار جوړنکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ