سورة الواقعة (هغه پېښه)

سورة الواقعة د قرآنکریم ۵۶ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۹۶ آیتونه لري. دا سوره د قیامت د ورځې لویه پېښه، د مومنانو او کافرانو توپیر، او د الله عدل او رحمت بیانوي.

سوره الواقعة (حادثه)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

فَأَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ ٨ i

56:۸

نو د ښي لاس والا (خلق) ۔، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق! (۸)

وَأَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ مَا أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ ٩ i

56:۹

او د چپ لاس والا خلق۔، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟ (۹)

يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ ١٧ i

56:۱۷

په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي (۱۷)

بِأَكْوَابٍ وَأَبَارِيقَ وَكَأْسٍ مِنْ مَعِينٍ ١٨ i

56:۱۸

د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره (۱۸)

لَا يُصَدَّعُونَ عَنْهَا وَلَا يُنْزِفُونَ ١٩ i

56:۱۹

چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي (۱۹)

وَلَحْمِ طَيْرٍ مِمَّا يَشْتَهُونَ ٢١ i

56:۲۱

او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي (۲۱)

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا ٢٥ i

56:۲۵

دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې) (۲۵)

إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَٰلِكَ مُتْرَفِينَ ٤٥ i

56:۴۵

بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو (۴۵)

وَكَانُوا يُصِرُّونَ عَلَى الْحِنْثِ الْعَظِيمِ ٤٦ i

56:۴۶

او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه (۴۶)

وَكَانُوا يَقُولُونَ أَئِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ٤٧ i

56:۴۷

او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو (۴۷)

لَمَجْمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ ٥٠ i

56:۵۰

دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي (۵۰)

ثُمَّ إِنَّكُمْ أَيُّهَا الضَّالُّونَ الْمُكَذِّبُونَ ٥١ i

56:۵۱

بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو! (۵۱)

فَشَارِبُونَ عَلَيْهِ مِنَ الْحَمِيمِ ٥٤ i

56:۵۴

بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ (۵۴)

نَحْنُ خَلَقْنَاكُمْ فَلَوْلَا تُصَدِّقُونَ ٥٧ i

56:۵۷

مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ! (۵۷)

أَأَنْتُمْ تَخْلُقُونَهُ أَمْ نَحْنُ الْخَالِقُونَ ٥٩ i

56:۵۹

ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو (۵۹)

نَحْنُ قَدَّرْنَا بَيْنَكُمُ الْمَوْتَ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ ٦٠ i

56:۶۰

بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو (۶۰)

عَلَىٰ أَنْ نُبَدِّلَ أَمْثَالَكُمْ وَنُنْشِئَكُمْ فِي مَا لَا تَعْلَمُونَ ٦١ i

56:۶۱

له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ (۶۱)

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ النَّشْأَةَ الْأُولَىٰ فَلَوْلَا تَذَكَّرُونَ ٦٢ i

56:۶۲

او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ! (۶۲)

أَأَنْتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ ٦٤ i

56:۶۴

ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو (۶۴)

لَوْ نَشَاءُ لَجَعَلْنَاهُ حُطَامًا فَظَلْتُمْ تَفَكَّهُونَ ٦٥ i

56:۶۵

كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ (۶۵)

أَفَرَأَيْتُمُ الْمَاءَ الَّذِي تَشْرَبُونَ ٦٨ i

56:۶۸

نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ (۶۸)

أَأَنْتُمْ أَنْزَلْتُمُوهُ مِنَ الْمُزْنِ أَمْ نَحْنُ الْمُنْزِلُونَ ٦٩ i

56:۶۹

ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟ (۶۹)

لَوْ نَشَاءُ جَعَلْنَاهُ أُجَاجًا فَلَوْلَا تَشْكُرُونَ ٧٠ i

56:۷۰

كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ! (۷۰)

أَأَنْتُمْ أَنْشَأْتُمْ شَجَرَتَهَا أَمْ نَحْنُ الْمُنْشِئُونَ ٧٢ i

56:۷۲

ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟ (۷۲)

نَحْنُ جَعَلْنَاهَا تَذْكِرَةً وَمَتَاعًا لِلْمُقْوِينَ ٧٣ i

56:۷۳

مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى (۷۳)

وَإِنَّهُ لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ ٧٦ i

56:۷۶

او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ (۷۶)

أَفَبِهَٰذَا الْحَدِيثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ ٨١ i

56:۸۱

ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ (۸۱)

وَتَجْعَلُونَ رِزْقَكُمْ أَنَّكُمْ تُكَذِّبُونَ ٨٢ i

56:۸۲

او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ) (۸۲)

وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْكُمْ وَلَٰكِنْ لَا تُبْصِرُونَ ٨٥ i

56:۸۵

او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ (۸۵)

فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ وَجَنَّتُ نَعِيمٍ ٨٩ i

56:۸۹

نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى (۸۹)

فَسَلَامٌ لَكَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ ٩١ i

56:۹۱

نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى۔ (اى) له ښي اړخ والاو ځنې! (۹۱)

وَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ ٩٢ i

56:۹۲

او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي (۹۲)