سورة النجم (ستوری)

سورة النجم د قرآنکریم ۵۳ مه سوره ده، چې په مکه کې نازله شوې او ۶۲ آیتونه لري. دا سوره د الله وحی، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د نازل شوې وحی او د شرک غلطیو ته اشاره کوي.

سوره النجم (ستوری)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوَىٰ ٢ i

53:۲

ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى (۲)

فَأَوْحَىٰ إِلَىٰ عَبْدِهِ مَا أَوْحَىٰ ١٠ i

53:۱۰

نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه (۱۰)

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ ١٣ i

53:۱۳

او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى (۱۳)

إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ ١٦ i

53:۱۶

كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله (۱۶)

لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَىٰ ١٨ i

53:۱۸

یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې (۱۸)

إِنْ هِيَ إِلَّا أَسْمَاءٌ سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَى الْأَنْفُسُ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنْ رَبِّهِمُ الْهُدَىٰ ٢٣ i

53:۲۳

دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى (۲۳)

وَكَمْ مِنْ مَلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِنْ بَعْدِ أَنْ يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَرْضَىٰ ٢٦ i

53:۲۶

او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي (۲۶)

إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ لَيُسَمُّونَ الْمَلَائِكَةَ تَسْمِيَةَ الْأُنْثَىٰ ٢٧ i

53:۲۷

بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي (۲۷)

وَمَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ ۖ وَإِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ٢٨ i

53:۲۸

حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى (۲۸)

فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلَّىٰ عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ يُرِدْ إِلَّا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ٢٩ i

53:۲۹

نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي (۲۹)

ذَٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِنَ الْعِلْمِ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدَىٰ ٣٠ i

53:۳۰

دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى (۳۰)

وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ أَسَاءُوا بِمَا عَمِلُوا وَيَجْزِيَ الَّذِينَ أَحْسَنُوا بِالْحُسْنَى ٣١ i

53:۳۱

او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده (۳۱)

الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَىٰ ٣٢ i

53:۳۲

هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى (۳۲)

أَمْ لَمْ يُنَبَّأْ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَىٰ ٣٦ i

53:۳۶

بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي (۳۶)

وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَىٰ ٣٩ i

53:۳۹

او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى (۳۹)

وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الْمُنْتَهَىٰ ٤٢ i

53:۴۲

او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي (۴۲)

وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَىٰ ٤٥ i

53:۴۵

او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي (۴۵)

وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَىٰ ٤٧ i

53:۴۷

او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول (۴۷)

وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَىٰ ٥٢ i

53:۵۲

او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو (۵۲)

هَٰذَا نَذِيرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولَىٰ ٥٦ i

53:۵۶

دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى (۵۶)

لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ ٥٨ i

53:۵۸

دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته (۵۸)